سياستمهم خبرونه

پاکستان: طالبان به تورابورا ته په شاتګ مجبوره شي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، د طالبانو او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو اترو د بن‌بست په غبرګون کې، طالبان له سختو ګواښونو او شدیدو څرګندونو سره مخ کړي دي.

آصف د چهارشنبې په ورځ، د عقرب په اوومه نېټه، پر ایکس شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې که طالبان هوډ ولري چې افغانستان او بې وسې خلک یې بیا وران کړي، “نو همداسې دې وي”؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د پاکستان ځواب به ډېر سخت وي.

نوموړي وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې چې په استانبول کې شوي وې، ناکامې شوې. د هغه په وینا، پاکستان یواځې د ځینو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه او د طالبانو په زاریو دغو خبرو ته داخل شوی و؛ خو اوس طالبان د خپلې غصب شوې واکمنۍ د ساتلو او د جګړې پر بنسټ د خپل اقتصاد د دوام لپاره افغانستان یو بل کړکېچ ته وړي.

آصف په خپله وینا کې په توندو ټکو وویل چې دا امکان شته چې د سیمې خلک به یو ځل بیا هغه صحنې وویني چې طالبان به “په خپلو لکۍ‌وو د خپلو پښو ترمنځ” تورابورا ته تښتي؛ هغه صحنې چې د ده په وینا، د طالبانو د پخواني شکست تکرار دی.

د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل چې اسلام‌آباد د طالبانو د بشپړ ماتولو لپاره د خپل ټول وسلوال توان کارولو ته اړتیا نه لري. هغه له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان قوت او اراده کمزوری ونه ګڼي.

آصف همدارنګه د “امپراطوریو هدیره” د تاریخي تعبیر نیوکه وکړه او ویې ویل چې افغانستان هېڅکله د امپراطوریو د ښخولو ځای نه و، بلکې تل د نړیوالو قدرتونو د لوبو ډګر و؛ خو اوس، د هغه په باور، دا خاوره د خپلو خلکو هدیره شوې ده.

هغه طالبانو ته هم خبرداری ورکړ چې که دوی وغواړي چې یو نوی جګړه‌ییز فصل پر پاکستان وپېلوي، نو داسې ځواب به ورکړل شي چې ټولو ته به ښکاره شي. آصف طالبانو ته په خطاب کې وویل: “موږ نور ستاسې ملنډې او خیانت نه شو زغملی؛ په پاکستان کې هر یو ترهګریز برید به سخت غبرګون ولري.”

یادونه شوې چې د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه کې روانې وې، چې سره له دې چې لنډمهاله اوربند رامنځته شو، خو دوامداره خبرې ناکامې شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button